دلقمان حکيم صاحب نصيحتونه چه وخپل زوي ته ئې کړيدي
دلقمان حکيم صاحب نصيحتونه چه وخپل زوي ته ئې کړيدي
1اي زمازويه هيڅوک اوهيڅ شي له الله سره مه شريکوه
2له موراوپلارسره نيک چلندکوه
3پوه سه چه هيځ شي له الله څخه پټ ندي
4 لمونځ هغه قسم چه ښايي اداکړه
5دمشرانونصيت اومشوري مه هيروه
6دبدکارانوڅخه هيڅ وخت دنيکي اوځواني طمعه مه کوه
7دنوروسره په کبراوغرور چلند مه کوه
8په لاره تللوکي درميانه اوسيږه
9په نوروباندي مه په غصه کيږه اوورسره په نرمي خبري
10هغه څه چه نوروته نصيحت کوي پخپله ژرعمل په کوه
11لږخبري کوه
12خپل رازونه دي فقط دځانه سره وساته
13هغه دوست ته دوست ووايه چه په سختي کي درپه کارسوي وي
14دبدانواوجاهلانوليري ګرڅه
15له عالمانواوپوهانوسره خپل تعلقات وساته
16په کاروباراونيکوکاروکښي جدي اوسه
17دځواني ورځي دي غنيمت وشميره
18ددوستانواحترام کوه
19دموراوپلار وجود غنيمت وشميره
20ښوونکي دموراوپلار په څيروګڼه
21په ټولوکارونوکي ميانه حاله اوسه
22اولادته دي اسلام اودينداري وروښيه
23په لږويلو لږخوړلو اولږ ويده کيدلو ځان عادت کړه
24دنوروياري او کومک ته مه منتظريږه
25هيڅ کارمخکي له مکمل پلان لرلو نه مکوه
26دنن کار سباته مه پريږده
27دمشرانوسره اوږدي خبري مکوه
28محتاجان له خپل مال اودارايي څخه مه محرومه وه
29تيري سوي دعوي او دښمني مه تازه کوه
30دنورو نيک کار په ځان پوري مه ټپه
31دخپلوانوسره خپلوي مه پريکوه
32دولاړوخلګو په حضور کښي مه کښينه
33هيڅوک دچا په مخ کي مه رسواکوه
34ويل شوي خبري بيا بيا مه تکراروه
35دزنانه يي خوي اولباس نه ډډه کوه
36په بدوکاروکښي دچاسره لاس مه يو کوه
37په هيڅ کار کښي تلوار مه کوه
38دخبروپه دوران کښي دنورو خبري مه قطعه کوه
39دنورو په اصلاح کي يوه زره سستي مه کوه
40ادب اوعاجزي هيڅکله مه هيروه
41له الله(ج)سره صادق اودخلګوسره په انصاف چليږه
42دمشرانواحترام اودکشرانوسره نرمي کوه
43دنورومال اومقام ته طمع مه کوه
44عمراوروزي په حساب اوکتاب ده نودهيچا مه بيريږه اومه طمع ورته کوه
45عمردعبادت اوبندګي دپاره غنيمت وشميره
46هغه څه چه الله(ج)دکړي دي په خوشحاله اوسه
47دنيکواوايمانداروخلګوسره مشوره کوه
48مصرف دي دپيداواره لږکوه
49هرڅومره چه کولاي سي دميلمه سره مهربانه اوسه
50دښځي او اولاد دبيځايه غوښتنو پيروي مه کوه
No comments