85782D785359AA17AB647B72067E8792 نعتِ رسولِ مقبول ص زما د احساساتو ستر مدار دے محمد زما د امیدونو سور بهار دے محمد زما د مضطرب زړګی قرار دے محمد زما د محبت د لیک اظهار دے محمد که غواړی څوک ترلاس چې کړی برے په دین دنیا کړی خپله دې هغه سپېځلې لار د محمد ځان اوتلی په تول دسړیتوب دې هر یو تن ثانی په جهان نشته د کردار د محمد د دوی په صداقت او امانت وو تل قائل کفارو د وخت کړے دا اقرار د محمد همؤ مخلوقاتو له رحمت دے سراسر په دې کولے نه شی څوک انکار دمحمد په نورو انبیاؤ کښې چې څومره وې خوبۍ همه دی په هستۍ کښې په معیار د محمد شعرونه پل په پل چې ته لیکې دا رنګ په رنګ ناتوانه دے په کار درله ګفتار د محمد - Wali Khan Kakar

Breaking News

نعتِ رسولِ مقبول ص زما د احساساتو ستر مدار دے محمد زما د امیدونو سور بهار دے محمد زما د مضطرب زړګی قرار دے محمد زما د محبت د لیک اظهار دے محمد که غواړی څوک ترلاس چې کړی برے په دین دنیا کړی خپله دې هغه سپېځلې لار د محمد ځان اوتلی په تول دسړیتوب دې هر یو تن ثانی په جهان نشته د کردار د محمد د دوی په صداقت او امانت وو تل قائل کفارو د وخت کړے دا اقرار د محمد همؤ مخلوقاتو له رحمت دے سراسر په دې کولے نه شی څوک انکار دمحمد په نورو انبیاؤ کښې چې څومره وې خوبۍ همه دی په هستۍ کښې په معیار د محمد شعرونه پل په پل چې ته لیکې دا رنګ په رنګ ناتوانه دے په کار درله ګفتار د محمد

نعتِ رسولِ مقبول ص

زما د احساساتو ستر مدار دے محمد
زما د امیدونو سور بهار دے محمد

زما د مضطرب زړګی قرار دے محمد
زما د محبت د لیک اظهار دے محمد

که غواړی څوک ترلاس چې کړی برے په دین دنیا
کړی خپله دې هغه سپېځلې لار د محمد

ځان اوتلی په تول دسړیتوب دې هر یو تن
ثانی په جهان نشته د کردار د محمد

د دوی په صداقت او امانت وو تل قائل
کفارو د وخت کړے دا اقرار د محمد

همؤ مخلوقاتو له رحمت دے سراسر
په دې کولے نه شی څوک انکار دمحمد

په نورو انبیاؤ کښې چې څومره وې خوبۍ
همه دی په هستۍ کښې په معیار د محمد

شعرونه پل په پل چې ته لیکې دا رنګ په رنګ
ناتوانه دے په کار درله ګفتار  د محمد

No comments